د هرات پوهنتون د تدريسي روغتون فعالیتونه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۷
img

د هرات پوهنتون تدريسي روغتون د خپلو روغتيايي خدمتونو له پيل راهيسې تر اوسه پورې، ګرانو ښاريانو ته د پام وړ روغتيايي خدمات وړاندې کړي دي. په دې موده کې دغه روغتون په ټوليزه توګه ۴۸٬۷۵۰ ناروغان تر درملنې او روغتيايي څارنې لاندې نيولي دي.
د تشخيص په برخه کې، په منظم ډول ۱۲٬۲۰۰ د سونوګرافي معاينې او ۴٬۹۴۳ لابراتواري معاينې ترسره شوې دي، چې د ناروغيو په کره تشخيص او د درملنې د بهير په ښه کېدو کې يې مهم رول لوبولی دی. همدارنګه د بسترۍ په برخه کې، دغه روغتيايي مرکز ۱۲۳ کوچني، لويې او تخصصي عمليات بريالي ترسره کړي دي، چې دا د روغتون د درملنې او تخصصي ظرفيتونو د لوړېدو څرګندونه کوي.
په منځنۍ توګه، هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ ناروغان د دې روغتون له روغتيايي خدمتونو څخه ګټه اخلي. د يادونې وړ ده چې د هرات پوهنتون تدريسي روغتون د ورځې او شپې ۲۴ ساعته په بېلابېلو څانګو کې ګرانو ښاريانو ته روغتيايي او درملنيز خدمات وړاندې کوي.
د روغتون مسؤلين د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو پر خپل ژمنتيا ټينګار کوي او ډاډ ورکوي چې د امکاناتو د پراخولو، د تشخيصي او درملنيزو خدمتونو د ښه والي او د مسلکي کادرونو د روزنې لپاره هڅې به لا هم دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS