د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.
د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.
دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد رفیع خسروي له لوري وړاندې شو، چې په ترڅ کې یې محصلان د احصایوي تحلیل له سافټوېیر، د توصیفي احصایې د تحلیل له طریقو لکه نمودارونو، او همدارنګه د استنباطي احصایې د تحلیل له لارو چارو لکه د پوښتنپاڼې د پایایۍ تحلیل، د معلوماتو تحلیل، او د متغیرونو ترمنځ د اغېزې او اړیکې د ارزونې لپاره د پارامتریکو او غیرپارامتریکو ازموینو له عملي څرنګوالي سره بلد شول.
همدارنګه په دې سمینار کې د محصلانو پوښتنو ته هم ځوابونه وړاندې شول.
