دهرات پوهنتون دعلمی شورا غونډه ترسره سول

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۵:۰
""

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د هرات پوهنتون د مشرتابه پلاوي او د یادي شورا دغړو په شتون کي ترسره سول.
لومړی پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس د پوهنتون کاري ګزارش ترڅنګ دهرات پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی ومحصلینو ته چي د آی تی پروژسیالیو کي يې لومړی مقام ترلاسه کړی وو مبارکي وویل او دبریالیتوب غوښتنه يې ورته وکړل.
وروسته ښاغلي فایز د زراعت، طب، حقوقواوشرعیاتو پوهنځیو مسئولینو ته لارښوونه وکړل ترڅو د ماسټریو پر برنامو کاروکړي او ګزارش يې د پوهنتون مشرتابه ته وړاندي کړي.
وروسته د پوهنتون علمي مرستیال پوهندوي ډاکټرسلطان احمد ترکي د ژبو د زده کړو د بنسټ جوړولو او د دولتي اوخصوصي ادارو سره د هوکړه لیکونو په اړه خبري وکړي.
په پای کي د شورا غړو د پوهنتون د علمي کادرونو د ترفیعاتو، منفکیو، مقرریو او د محصلینو د غوښتنو په اړه خبري او ځانګړي تصمیمونه ونیول سول

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS