د پوهنتون د اداري مجلس غونډه جوړه شوه.

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۳ - ۹:۵۹
""

د هرات پوهنتون اداري غونډه  نن د هرات پوهنتون د رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني، په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال مولوي منت الله آخندزاده، د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د پوهنتون د استادانو چارو آمر او د علمي چارو سرپرست پوهنمل رحيم بخش فقيریار، د پوهنتون د پوهنځيو رئيسانو او استادانو په ګډون جوړه شوه.
ناسته د قرآن عظیم الشأن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د هرات پوهنتون رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني د پوهنتون  په روان وضعيت په تفصيل سره خبرې وکړې، د ښه او باکيفیته تدريس وړاندې کولو په هکله یې مخکينیو ژمنو ته په ټينګارسره وویل، چې اوسنيو شرایطو او امکاناتو ته په کتو سره  تراوسه پوهنتون په دې برخو کې ښه او اغېزمن ګامونه اخيستي دي.
ښاغلي نعماني وویل: چې که څه هم زموږ په وړاندې زیاتې ستونزې وې؛ مګر بیا موهم د خپل توان سره سم هڅه کړې ترڅو پرستونزو برلاسي او اړونده چارې په ښه توګه اداره کړو.
وروسته له اجنډا سره سم د طب، کمپیوټرساینس، هنرونو، حقوقو، ټولنيزوعلومو، کرنې، شرعیاتو، ژورناليزم، انجينري، ساینس، وترنري، عامه ادارې، ادبیاتو، ستوماتولوژي، اقتصاد، ښوونې او روزنې پوهنځیو رئيسانو او مسئولینو په ترتيب سره د خپلو پوهنځيو د ټوليز وضعيت په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې، د مخکې سمستر په بریاليتوب سره پای ته رسيدلو، په خپل ټاکلې وخت ازموينو اخيستلو او په نورمال ډول د سمستر درسي بهير د پیل  په اړه یې حاضرينو ته معلومات وړاندې کړل.
په دغې ناسته کې د پوهنتون په نورو ننګونو او ستونزوهم بحث او نظریات وړاندې شول او لازمې پریکړې وشوې.   

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS