د ستراتیژیک پلان زده کړیز سمینار دایر شو.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۲۴
سمینار
د ستراتیژیک پلان زده کړیز سمینار د هرات پوهنتون سرپرست او علمي مرستیال پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د پوهنځیو رئیسانوو د تضمین کیفیت آمر پوهنمل فضل الرحمن یزداني او د پوهنتون د پوهنځیو د ستراتیژیک پلان مسؤولینو په حضور د پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت تر نظر لاندې د علمي تحقیقاتو مرکز د کنفرانسونو په سالون کې دایر شو او د ستراتیژیک پلان د تجزیې او تحلیل او د هغې د اجرا د لارو چارو په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه. سمینار د اقتصاد پوهنځي د ستراتیژیک پلان کمیټې غړي استاد مجیب الرحمن رحماني له خوا وړاندې شو چې په هغې کې د سمینار حاضرینو ته د ستراتیژیک پلان د تجزیې او تحلیل لارې چارې تشریح شوې. په پای کې د دې سمینار ګډون کوونکو د خپلو نظرنو او وړاندیزونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د داسې سمینارونو دایرول ګټور او آموزنده(زده کړه ییز) ونومول او د هغې له دایر کوونکو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ستراتېژیک پلان جوړونې» دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

د هرات پوهنتون د کیفیت لوړونې آمریت د مسلکي پراختیا آمریت په همکارۍ د معیاري ستراتېژیک پلان د جوړولو او ترتیبولو په اړه یو تخصصي ورکشاپ جوړ کړ. په دې ورکشاپ کې د هرات پوهنتون علمي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۸:۳۷
Background image

د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو د انسجام آمریت د مشورې مرکز له لوري د «ژوند مهارتونه؛ په زده‌کړو، کورنۍ، واده او دندې کې د بریا کلي» تر سرلیک لاندې یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

BACK TO NEWS