د هرات پوهنتون د اداري او مالي معاونیت اونیزه ناسته دایره شوه.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۶:۳۸
IMG

د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت اونیزه ناسته دایره شوه.
په دې ناسته کې لومړی د پوهنتون مالي او اداري مدیرانو او آمرانو خپل کاري ریپوټونه وړاندې کړل او موجودې ستونزې یې بیان کړې.
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال هم د ریپوټونو او موجودو ستونزو د اورېدو ترڅنګ، د ستونزو د هوارولو په پار یې د نظریاتو تبادله او خبرې اترې وکړې
په دنده کې همکاري، هڅې او ژمنتیا یې مراجعینو ته د لا زیاتو هوساینو د رامنځته کولو په پار اړین وبلل.
همدارنګه هغۀ له اداري آمرانو او مدیرانو څخه وغوښتل چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت پلاوي د اړتیا وړ ټول شواهد او اسناد هم چمتو کړي او په لاس رس کې یې ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS