د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کادري روغتون د ساحې او ساختمان د ترمیم او بیا جوړونې پروژه.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۱:۱۹
img

نن د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، علمي مرستیال پوهندوی عبدالعزیز نعماني، مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د علمي تحقیقاتو او مجلې مرستیال پوهاند دکتور عزیز الرحمن نیازی، د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دکتور شفیق احمد جویا، د طب پوهنځي د کادري روغتون سرپرست ډاکټرذبیح الله امید، د طب پوهنځي استادانو، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور په یو لړ مراسمو کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي کادري روغتون تعمیر ته د ترمیم او بیا جوړونې ځانګړې شوې پروژه رسماً پیل شوه. 
له نېکه مرغه د هرات پوهنتون د رهبري پلاوي او د طب پوهنځي د مسئولینو په هڅو او پیګیرۍ سره به یاد روغتون په نږدې راتلونکې کې پرانیستل شي ترڅو خلکو ته د روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ، د محصلینو دتخصصي پوهې زیاتوالي، پر ځان باور او د اړتیا وړ مهارتونو او تجربو لاسته راوړلو ته لاره هواره شي.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د طب پوهنځي تعمیر د ترمیم او بیا جوړونې پروژې پیل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله وه یې ویل:  د طب پوهنځي د کادري روغتون د پرانیستلو او د پروژې په بشپړېدو سره نه یواځې ناروغان کولای شي د درملنې په نویو لارو چارو سره د خپلې ناروغۍ درملنه وکړي بلکې د درملنې په برخه کې به د پاملرنې وړ لږ لګښت سره هم مخامخ شي. 
د طب پوهنځي رئیس پوهندوی دکتور شفیق احمد جویا هم د کادري روغتون د تعمیر د بیاجوړونې چارو له پیل څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، وه ویل: متأسفانه طب پوهنځي د څو کلونو فعالیت په اوږدو کې د یاد پوهنځي استادانو او محصلینو د کادري روغتون د نشتوالي له امله ستونزو سره مخ وو چې له نېکه مرغه دې اړین امر ته د هرات پوهنتون د رهبري پلاوي په هڅو او کوښښونو او د لوړو زده کړو وزارت په همکاریو او پاملرنو سره به د دې ستونزې د هوارېدو شاهدان واوسو.
هغۀ زیاته کړه: ان شاءالله د کادري روغتون په فعالېدو سره به نه یوازې د محصلینو ستونزې هوارې شي بلکې دا پوهنځی به  د پوهې د تولید، د تخصصي او روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو او د ځوان متخصص کادر د روزنې سرچینه وګرځي.
د کادري روغتون د تعمیر او ساحې د بیا جوړونې او ترمیم چارې به د ۱-۲ راتلونکو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ورپسې به د طب پوهنځي کادري روغتون پرانیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS