د پوهنتون د اداري او مالي معاونیت ناسته

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۱۵:۶
img

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د پوهنتون د عمومي اداري آمرانو او مدیرانو  په حضور د مالي او اداري معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی د پوهنتون مالي او اداري معاونیت، د ناستې حاضرینو ته د ښه راغلاست او د کوچني اختر د مبارکي ویلو ترڅنګ، دې معاونیت پورې د اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د اداري برخو له آمرانو څخه یې وغوښتل چې په ریښتینولۍ، پشتکار او قوانینو ته په کتو سره اداري چارې مخته یوسي.
همدارنګه هغۀ د هرات پوهنتون د زیربنایي او ښه جوړونې قراردادونو ته د پاملرنې د ارزښت په اړه هم خبرې وکړې او د تهیه او تدارکاتو برخې له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې په لا زیات جدیت سره  قراردادونو پورې اړوند موضوعات وڅاري (پیګیري) ترڅو په اداري چارو کې له ټکني کیدو (سکتګۍ) څخه مخنیوی وشي.
ورپسې د ناستې غړو هم د خپلو فعالیتونو ریپوټونه وړاندې کړل او ژمنه یې وکړه ترڅو د اداري چارو د مخته وړلو په برخه کې به هڅه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS