جديد الشمول محصلانو ته د ښه راغلاست غونډه ترسره سوه

nta_new_user
Thu, Aug 28 2025 9:09 AM
img

د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت له لوري جديد الشمول محصلانو لپاره د ښه راغلاست غونډه ترسره سوه.
دا غونډه چي د زراعت پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کي داېره سوې وه، د هرات پوهنتون سرپرست او علمي مرستيال مفتي هدايت الله مُنيب، معاونينو، پوهنځيو رئیسانو، استادانو، محصلانو او يو شمېر مېلمنو پکښي ګډون درلود.
غونډه د قران کريم په تلاوت راپيل سوه، چي بیا د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال شيخ عبدالهادي ذوالهادي له لوري په خپلې وينا کي د استادانو د هڅو او علمي زيار څخه ساتنه وکړه او  وويل چي استادان د ځوانانو د ښې سمبالني، روزني او هغوی ته د پوهي په لېږد کي ډير حياتي حيثيت لري، نوموړي پر محصلانو ته په خطاب کي يادونه وکړه، چي د خپلو استادانو احترام وساتی، په پوهنتون کي د غوره نظم ساتني تر څنګ خپل صورت او سيرت پر اسلامي شريعت برابر او ښه زده کړه وکړئ.
په همدې غونډه کي د هرات پوهنتون د سرپرست او علمي چارو مرستيال مفتي هدايت الله مُنيب له لوري نوي او جديد الشمول محصلانو ته ښه راغلاست وويل سو، نوموړي په خپلې وينا کي محصلان ته وويل، چي تاسي بايد ښه مطالعه او غوره زده کړه وکړئ، نيت مو ښه خدمتي او روښانه وساتی، په ټولنه کي د علم خپرولو لپاره هڅه وکړئ همدارنګه تاسي په ټولنه کي بايد د يوه لوستي او هوښيار وګړي په حيث ښه ژوند وکړی.
د هرات پوهنتون د مشاورې مرکز عمومي مدير محمد شعيب شهير له لوري ګډونوالو ته د پوهنتون پيژندنه وړاندي سوه.
ددې غونډې په يوې څنډه کي د محصلانو په استازيتوب يو تن محصل په خپلې وينا کي د هرات پوهنتون د رهبرۍ څخه د پوهنتون پر غوره علمي او تدريسي چاپيريال په چمتو کولو څخه مننه او قدرداني وکړه.
دا غونډه د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي غلام رسول سروري په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون علوم طبی کابل ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS