د علمي اعتبار ترلاسه کولو د چوکاټ پوهاوي اړوند سمینار وړاندي سو.

په اقتصاد پوهنځي کي د دريو څانګو او فرعي کمېټو مسؤلينو همدارنګه اداري کارکوونکو ته د علمي اعتبار ترلاسه کولو چوکاټ د پوهاوي اړوند يو ورځنی سمينار وړاندي سو.
دا سمينار د علمي او تخنیکي ظرفیت د لوړولو په موخه د اقتصاد پوهنځي د کیفیت د لوړاوي کمیټې د مسؤل پوهنیار حفیظ الله مرادي لخوا د يادې پوهنځي د کنفرانس په تالار کي وړاندي سو.
د څانګو آمرينو، فرعي کمیټو مسؤلینو او اداري کارکوونکو فعال ګډون ددې موضوع د اهمیت او څېړنيز کیفیت د ښه والي لپاره د دوی ژمنتيا وه.
ددې سمینار اصلي موخه د کیفیت لوړاوي پروسې، د کلیدي معیارونو او شاخصونو سره د استادانو بلدتيا او د هغوی علمي ظرفيت لوړول و.