د هرات پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي د محصلينو د سير علمي برنامه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۸:۳۸
img

د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي فرهنګي کمېټې د خپلو محصلينو لپاره د سير علمي برنامه ونيوله.
په دې برنامه کې د نوموړي پوهنځي استادانو او د لومړي ټولګي محصلينو د هرات له موزيم، جامع جومات، د هرات عامه کتابخانې، قلعه اختيارالدين( د هرات ارګ) او د جهاد له منظر څخه ليدنه وکړه. 
په ځانګړې توګه په دې برنامه کې ډېری هغو محصلينو ګډون کړی وو چې له نورو ولايتونو څخه راغلي او په هرات پوهنتون کې په زده کړو بوخت وو؛ تر څو دوی هم د هرات له مشهورو ځايونو سره آشنايي پيدا کړي. 
په دې برنامې سره د ياد پوهنځي د استادانو تر څنګ محصلينو په خپل منځ کې د وحدت، يووالي، محبت، صميميت او ورورولۍ تمثيل ټولنې ته وړاندې کړ. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سیمینار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو او عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټې په ګډې همکارۍ استادانو ته د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سمینار وړاندي سو.
د دې سمینار څخه موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

په هرات پوهنتون کي د پلان او راپور جوړوني يو ورځنی سمينار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت د هرات ولایت د کارکوونکو چارو ریاست سره په ګډې همکارۍ د هرات پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د کاري پلان او راپور جوړوني اړوند یو ورځنی سمینار وړاندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

محصلانو ته د کمرې د برخو پيژندني اړوند عملي زده کړه ورکول سوه

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي محصلانو ته د کامرې سره د بلدتيا او استعمال اړوند عملي زده کړه ورکول سوه.
ياد عملي کار د استاد نوماند پوهنيار امان الله. . .

BACK TO NEWS