د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
img

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، نوموړي له نږدې د کارونو د پرمختګ بهیر وڅېړه او له مسؤلینو سره یې د چارو د لا ښه پلي کېدو په اړه خبرې اترې وکړې. همدارنګه ټینګار وشو چې پروژې دې د ټاکل شوي مهالوېش سره سم ژر تر ژره عملي شي، څو چارې په ټاکلي وخت او له ځنډ پرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په دې څارنه کې د کارونو پر کیفیت ځانګړې پاملرنه وشوه؛ په داسې ډول چې د اوبو لګولو د سیستم د نل‌غځونې، د محوطو د موزاییک‌کارۍ، د ساحو د کانکریټ اچولو او نورو ساختماني چارو په برخه کې د تخنیکي معیارونو مراعت او د باکیفیته موادو کارول ضروري وبلل شول.
مالي او اداري معاون همدارنګه یادونه وکړه چې د تاسیساتو سمه ساتنه او د پروژو معیاري پلي کول، د درسي چاپېریال په ښه‌والي، د پوهنتون په ښکلا او د استادانو او محصلانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS