مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس وکتل

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۵۶
""

په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس عبدالله اکبري او مل پلاوي سره د پوهنتون رياست په د فتر کې وکتل. په لومړي سر کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده د دغه علمي بنسټ پر پېژندنې خبرې وکړې او هېوادوالو ته د باکيفيته چوپړتياوو وړاندې کول او لازمو آسانتياوو برابرول همدارنګه د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليکونو لاسليک کول مهم وبلل. دغه راز ښاغلي آخندزاده د نابشپړو پروژو نه بشپړېدل او د پوهنتون د ننه سړکونو نه پخېدل د دغه علمي بنسټ له ستونزو څخه وبلل او د هرات ولايت د ښارجوړونې له رياست څخه یې وغوښتل چې دهرات پوهنتون سره په دې برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي. ورپسې د هرات ولايت د ښار جوړونې رئيس عبدالله اکبري د هرات پوهنتون له مسئولينو سره د ليدنې ترڅنګ، دغوره چوپړتياوو د وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د هوکړه ليکونو رامنځته کول مهم یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د نا بشپړو شويو ودانيو د بشپړېدو په برخه کې به د هرات پوهنتون سره مرسته کوي. په پای کې راغلیو پلاويو، مېلمنو او د پوهنتون مسئولينو د پوهنتون له بيلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۱۰
Background image

د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سیمینار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو او عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځيو د برېښنايي زده کړو کمېټې په ګډې همکارۍ استادانو ته د ګوګل کالس روم (Google Classroom) سمینار وړاندي سو.
د دې سمینار څخه موخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

په هرات پوهنتون کي د پلان او راپور جوړوني يو ورځنی سمينار وړاندي سو

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمریت د هرات ولایت د کارکوونکو چارو ریاست سره په ګډې همکارۍ د هرات پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره د کاري پلان او راپور جوړوني اړوند یو ورځنی سمینار وړاندي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۱۴
Background image

محصلانو ته د کمرې د برخو پيژندني اړوند عملي زده کړه ورکول سوه

د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي محصلانو ته د کامرې سره د بلدتيا او استعمال اړوند عملي زده کړه ورکول سوه.
ياد عملي کار د استاد نوماند پوهنيار امان الله. . .

BACK TO NEWS