د توصیفي مطالعاتو د څېړنو د درې (۳) ورځني ورکشاپ پیل

د هرات پوهنتون د مسلکي زده کړو د پرمختیا امریت استادانو ته د علمي څېړنو د ورکشاپونو په لړ کې، خپل دویم پړاو ورکشاپ «د توصیفي مطالعاتو د څېړنو د درې (۳) ورځني ورکشاپ» تر سرلیک لاندې پیل کړ.
دا ورکشاپ استادانو ته په معیاري څېړنو کې د مطالعاتو د ډولونو، نویو څېړنو او په نړیوالو ژورنالونو کې د علمي او څېړنیزو مقالو د حجم د ډېروالي په موخه د دې مرکز د غونډو په تالار کې جوړ شو.
دا ورکشاپ د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د مرستیال پوهاند دکتور عزیزالرحمن نیازي له خوا د هرات پوهنتون د طبیعي او اجتماعي علومو بېلابېلو (۳۲) تنو استادانو ته په لاره اچول شوی دی.
تر دې ورکشاپ وروسته بیا د ورکشاپ ټول ګډونوال باید په خپلو پوهنځیو کې نورو استادانو ورکشاپونه جوړ او په ترڅ کې یاد زده کړي موضوعات له هغوی سره هم باید شریک کړي.