د اجتماعي علومو پوهنځی له لوري د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ولمانځل سوه.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۹:۹
img

په اجتماعي علومو پوهنځي کي د تاريخ څانګې محصلانو په نوښت او د استادانو په ګډې همکاري باندي د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د يوې غونډې په ترڅ ولمانځل سوه.
د خپلواکۍ په يادې لمانځغونډه کي د اجتماعي علومو پوهنځي رهبري، استادانو او محصلانو ګډون درلود.
ياده غونډه د قران کريم په څو مبارکو آيتونو تلاوت سره راپيل سوه او بیا د يادې پوهنځي رئیس پوهنيار محمد ناصر محمدي له لوري د غونډې ټولو ګډون والو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د يادې پوهنځي د تاريخ څانګې د استادانو او محصلانو نوښت ستاينه او قدرداني وکړه.
ددې غونډې په جريان کي د يادې څانګې دو تنو محصلانو؛ زلمي رحمتي او مصطفی اميري له لوري د (د افغانستان د خپلواکۍ اخيستلو عوامل) په عنوان باندي د کره او معتبرو تاريخي سرچېنو څخه يوه څېړنه چمتو کړې وه، چي ګډونوالو ته يې د خپلواکۍ اخيستلو بهير او داخلي عوامل علمي او مستند روښانه او پکښي وړاندي کړل.
د همدې غونډي په وروستۍ برخه کي د تاريخ د څانګې استاد پوهنمل اسدالله اصيل له لوري د غونډې مالوماتي خلاصه وړاندي سوه او ځوانانو ته يې د هيواد د تاريخي ارزښتونو او لاسته راوړنو څخه پر ساتني باندي ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS