د هرات پوهنتون اداري غونډه

hu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۷ - ۱۳:۳۰
""

د هرات پوهنتون اداري غونډه د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني ، د استادانو د چارو آمر او د علمي چارو سرپرست مرستیال پوهنمل رحیم بخش فقیر یار ، او د پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په حضورکې، د پوهنتون د ریاست په دفتر کې ترسره شوه . غونډه د کلام الهي د آیاتو په تلاوت سره پیل شوه وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني حاضرینو ته، د خیر مقدم د عرض کولو سره سره، د هرات پوهنتون نقش او دریځ ښکاره کړ او ددې پوهنتون د منسوبینو نه یې وغوښتل تر څو د ددې اکاډمیک نهاد د ځلېدو لپاره له پخوا نه ډېره هڅه وکړي.
د هرات پوهنتون رئیس د تحصیلي نهادونو او د دیني مدارسو تر منځ د اړیکو جوړلو په اړه تأکید وکړ او د غونډې د حاضرینو نه یې غوښتنه وکړه چې په دې اړه د خپلو نظریاتو په وړاندې کولو سره د هرات پوهنتون د رهبري هیأت سره همکاري وکړي . ورپسې د غونډې ګډون کوونکو غړو هم دا وعده وکړه چې د پوهنتون د ریاست سره به ددې علمي نهاد اهدافو ته د رسېدو په موخه هر ډول همکاري کوي.  حاضرینو خپل نظریات او پېشنهادات یې وړاندې کړل او په پای کې  لازمې پرېکرې وشوې .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS