د هرات پوهنتون د ليليې د محصلينو سره د دعوت او ارشاد د امر ناسته

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۲۳
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امر عبدالله طیب په داسې حال کې چې د دې پوهنتون علمي مرستيال محمد موسی فایق او نور علماوو کرامو ورسره ملګرتيا کوله د ليليې له محصلينو سره وليدل. 
په دې ليدنه کې مولوي عبدالله طیب د حميده اخلاقو، له منکراتو څخه لرېوالی او د معروفاتو د ارزښت په باب محصلينو ته خبرې وکړې او په ډېر تاکيد سره يې د اخلاقي او ديني ارزښتونو په پابندۍ او ناوړه اعمالو څخه په لرېوالي وويل چې دا زموږ ټولو دنده ده، چې مراعات يې کړو. هغه همدارنګه د کافرو او محصلينو ترمنځ سرې کرښې را کاږلې او پر ایمان او تقوا يې ډېر تمرکز وکړ. 
وروسته د هرات پوهنتون علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق د پوهنتون موخې محصلينو ته تشريح کړې، هغه وويل چې پوهنتون د علمي سطح د لوړولو ځای نه دی، بلکې د محصلينو اخلاقي او ديني روحيه پياوړې کول هم د پوهنتون له اهدافو څخه دي. 
دا غونډه د محصلینو له تاوده هرکلي سره مخ شوه، محصلينو هيله څرګنده کړه چې د دې زده کړو په پیروئ به وکولای شي چې د اخلاقي او کاميابو خلکو په توګه په ټولنه کې نقش ولوبوي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS