د هوسا ملت او مسؤل نظام غونډه

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۱۶:۳۵
IMG

دا د هغه مراسمو سرلیک و چې د هرات ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر مولوي خیرالله خیر خواه، د هرات ولایت والي شیخ الحدیث مولوي نور احمد اسلام جار، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خپرنیز(نشراتي) معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، علماوو، روحانیانو او د امارتي او خصوصي ادارو ځینو رئیسانو په حضور د مولانا جلاالدین محمد بلخي په تالار کې دایر شول.
په دې غونډه کې پوهاند دکتور خلیل احمد آذر د امارتي او خصوصي لوړو زده کړو مرکزونو په استازیتوب وغږید او د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ یې د داسې برنامو د دایرولو په اړه چې د خلکو او  نظام د نږدې والي لامل ګرځي خبرې وکړې او د هوسا ټولنې لرلو او د ملي ارزښتونو د ژوندي کولو په برخه کې نه یوازې نظام بلکې ښاریان هم د مسئولیت احساس وکړي. 
هغۀ زیاته کړه: مسئولیت مننونکې کورنۍ، مدرن، پویا او له نخبګانو څخه ملاتړ کوونکی معارف د ټولنې د پراختیا او پرمختګ په پار له اساسي پایوو څخه شمېرل کېږي.
همدارنګه ښاغلي آذر د افغانستان اسلامي امارت اقتصادي برنامې مثبتې ارزیابي کړې او پر ځینو ستونزو او چالشونو د بریالي کېدو په پار یې اساسي لارې چارې او وړاندیزونه وړاندې کړل. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS