د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د غوره ويناوال سيالۍ پايلي اعلان شوې

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۰:۳۱
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د محصلانو ترمنځ د غوره وينا سيالۍ پايلي د يوې غونډې په ترڅ کي اعلان سوې.
په دې غونډه کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس پوهنيار ذبيح الله عرفان،  استادانو او محصلانو ګډون درلود.
دا غونډه د قرانکريم د قرانکريم د څو آيتونو په تلاوت راپيل شوه، چي وروسته د فرهنګي کمېټې مسؤل پوهنيار امان الله پښتون له لوري غوره ويناوالو ته مبارکي وويل شوه او هغه ددې سيالۍ د دايرولو څخه موخه د محصلانو مسلکي او عملي ظرفيت لوړول ياد شول.
د پوهنځي رئیس پوهنيار ذبيح الله عرفان له لوري د سيالۍ ټول ګډونوال او په ځانګړي ډول دري تنه غوره بريالي ويناوال محصلان وستايل سوه، نوموړي  محصلانو ته د اسلامي او عصري زده کړو کولو ترڅنګ د مسلکي هنرونو پر 
پياوړتيا باندي ټينګار وکړ.
د يادوني وړ ده، چي په دې سيالۍ کي د لومړي  ټولګي محصل عصمت الله افغان لومړی، همايون کاکړ دوهم او مرتضی مقام زاده بیا دريم مقام په خپل نوم کړ، چي وروسته غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS