د کيفيت د تضمين او اعتبارورکونې د چوکاټ اوعلمي پروګرامونو زده کړه ييز ورکشاپ جوړشو.

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۲ - ۱۰:۲۰
""

د هرات پوهنتون د رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني، په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او هرات پوهنتون مالي چارو او اداري مرستيال مولوي منت الله آخندزاده، د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د لوړو زده کړو بنسټونو د کيفيت د تضمين او اعتبارورکونې آمر صفت الله حامد، د کيفيت د تضمين او اعتبارورکونې رياست د بورډ غړي دوکتور محمد ظريف شريفي، د هرات پوهنتون او غور، بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو د لوړوزده کړو مؤسسو د کيفيت د تضمين  آمرانو او د هرات ولايت د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو د کيفيت د تضمین د مسؤلينو په ګډون، نن د کيفيت د تضمين او اعتبارورکونې د چوکاټ اوعلمي پروګرامونو زده کړه ييز ورکشاپ، د هرات پوهنتون د علمي څېړنو د کنفرانسونو په سالون کې  جوړشو.
ناسته  د الهي کلام  د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. وروسته د هرات پوهنتون رئيس پوهندوی عبدالعزيز نعماني ميلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې پروګرامونو ته د لوړو زده کړو وزارت له پاملرنې څخه مننه وکړه او دعلمي ارزښتونو د پرمختيا، لوړوالي او پراختيا په اړه یې خبرې وکړې.
د هرات پوهنتون رئيس  يوځل بیا د کيفيت د تضمين د معیارونو رعايت  ته پاملرنه مهمه وبلله  او د ورکشاپ له ګډونوالو څخه یې وغوښتل، چې پخپلو تحصيلي بنسټونوکې د کيفيت د ښه والي لپاره پوره پاملرنه وکړي.
ورپسې د کيفيت د تضمين  او اعتبارورکونې رياست د بورډ غړي دوکتور محمد ظريف شريفي د کيفيت د تضمين او اعتبارورکونې د پروګرامونو په اړه وينا وکړه ویې ويل: د لوړو زده کړو په برخه کې له بنسټيز شاخصونوڅخه یوهم پوهنتونونوته اعتبارورکونه ده؛ په دې لاره کې  پوهنتونونو او لوړو زده کړو بنسټونو ته په کاردی چې د خپلو علمي فعاليتونو د دوام لپاره د کيفيت د تضمين معيارونه رعايت او خپل علمي اعتبار لاسته راوړي.
د يادولو وړده چې دغه ورکشاپ به د  درېیو ورځو په لړکې په هرات پوهنتون کې جوړيږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS