د هرات پوهنتون د ملکیتونو نه لیدنه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۱۰:۳۷
img

د هرات پوهنتون ریس ابوالحکمت مفتی عبدالغفار په داسې حال کې چې د زراعت پوهنځي استاد او د کبانو د روزنې د فارم پخوانی مسؤل پوهندوی دکتور محمد جاوید پویش او د تدارکاتو امرینو هم ورسره ملګرتیا کوله، د پښتون پُل په سیمه کې د کبانو د روزنې فارم څخه چې د هرات پوهنتون له ملکیتونو څخه ګڼل کېږي، لیدنه وکړه. 
د هرات پوهنتون اړوند دغه ملکیت د کبانو د روزنې فارم په نامه یادېږي او له ډېره وخته په هرات پوهنتون پورې اړه لري. دا فارم د هریرود سیند جنوب او د پښتون پله ختیځ او لویدیځ برخه کې موقعیت لري. 
د کبانو د روزنې د دې فارم په لیدنه کې د هرات د کرنې او اوبو لګولو ریاست پخواني رئیس او د زراعت  پوهنځي د کبانو روزنې د فارم پخواني روزونکي غلام نبي قانع د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل. 
وروسته د هرات پوهنتون رئیس د پوهنتون اړوند ملکیتونو ښې ساتنې په اړه مسؤلینو ته لارښوونې وکړې او هغوی ته یې وویل چې ډېر ژر د هرات پوهنتون اړوند ټول ملکیتونه د نورو ذیربطو ادارو سره په همغږۍ ثبت او د هرات پوهنتون په نامه کړئ! تر څو زده کړیالانو ته په هغو ساحو کې هم د څېړنو زمینه مساعده شي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS