د هرات پوهنتون د انګړ منظرسازۍ پروژو، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ودانۍ د بشپړ جوړېدو او تجهیز، او د کادري روغتون د دواخانې د تاسیساتو د جوړولو پروژې د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پرانیستل شوې

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۹:۵۹
img

د هرات پوهنتون د انګړ د منظرسازۍ پروژې، د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ودانۍ د بشپړ اعمار او تجهیز پروژې، او د هرات پوهنتون د کادري روغتون د دواخانې د تاسیساتو د جوړولو پروژه نن د هرات پوهنتون د مشرتابه، د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلام‌جار، د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو په حضور کې رسمي پرانیستل شوې.
مراسم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول. وروسته شیخ‌القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس، میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د هېواد د ودې لپاره د ټولو وګړو ګډ مسؤلیت یادونه وکړه. نوموړي د لوړو زده کړو له محترم وزارت څخه مننه وکړه او مالي او اداري معاونیت ته یې لارښوونه وکړه چې یادې پروژې په مطلوب کیفیت سره بشپړې کړي.
وروسته حافظ محمد بشیر مجاهد، د هرات پوهنتون مالي او اداري معاون، د انکشافي پروژو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د دې پروژو پیل او پلي کېدل د هرات پوهنتون د موجودو ستونزو د هواري لپاره مهم ګام دی. هغه وویل چې له دغو پروژو څخه د ګټې اخیستنې سره به د دې علمي بنسټ ډېری اړتیاوې رفع شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د پروژو د پلي کېدو بهیر به په دقیقه توګه و څارل شي او کارونه به په معیاري او ستندرد ډول پرمخ ځي.
تر دې وروسته د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر د پوهنتون د موجودو امکاناتو او ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې او یې څرګنده کړه چې دغه امکانات د علمي او ښوونیز پرمختګ لپاره ښه زمینه برابروي. هغه ټینګار وکړ چې استادان او محصلان باید د سم پلان له مخې له چمتو شوو تجهیزاتو او فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه واخلي. ده وویل چې د امکاناتو سمه کارونه د تدریس او زده‌کړې د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لري.
په دوام کې د هرات والي شیخ‌الحدیث مولانا نوراحمد اسلام‌جار د دې بنسټیزو پروژو د پلي کېدو له امله خپله خوښي څرګنده کړه او وویل چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د پرمختګ لړۍ روانه ده او هرات ولایت هم په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول په لوړو زده کړو کې، مهمې لاسته راوړنې لري. نوموړي د مسلکي کدرونو اړتیا ته په اشارې سره د هغوی پر ملاتړ ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې اداري فساد باید له منځه یووړل شي او کارکوونکي باید له خپلې تخصصي وړتیا څخه په سمه توګه استفاده وکړي. هغه د ۸۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د دغو پروژو پرانیسته د هرات پوهنتون لپاره یو مثبت او رغنده ګام وباله.
په پای کې مراسمو د دعا په لوستلو سره پای ته ورسېدل او پروژې په رسمي ډول افتتاح وسپارل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS