د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۴ - ۹:۴۰
""

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړۍ استازۍ او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د استادانو د چارو آمر او د هرات پوهنتون د علمي چارو د معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار او د پوهنځیو د ځینو استادانو او د پوهنځیو د رئیسانو په ګډون کې جوړه شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون د تیرې یوې میاشتې راپور وړاندې کړ او د غونډې ګډونوالو ته یې لازمې او اړیني سپارښتنې وکړې.
د غونډي په دوام کې د غونډې ګډون کوونکو د تقرر، انفکاک او د استادانو د علمي رتبو د ترفیع اسنادو د څیړلو ترڅنګ د غونډې د اړینو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې او لازمه پریکړې ترسره شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو د وسایطو پارکینګ کې د خدماتو د بهیر نظارت

د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د محصلانو د وسایطو د پارکینګ د خدماتو د کیفیت د ارزونې او د عمومي وضعیت د څېړلو په موخه له دې برخې څخه لیدنه وکړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ‌القرآن والحدیث شیخ عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، د مرستیالانو، د پوهنځیو د رئیسانو او استادانو په ګډون ترسره شوه.
دا غونډه د کلام الله د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۱۲
Background image

د هرات پوهنتون کې د مینځلو موادو تولید او کارونه

د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي خپل تولید شوي ۷۳۰ لیتره پرېمنځلو مواد د کارونې لپاره د دې پوهنتون مالي او اداري مرستیالۍ ته وسپارل.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځي رئیس، وویل چې. . .

BACK TO NEWS