د « ژورنالېزم اخلاق او مسلکي معیارونه » په هرات پوهنتون کې سیمینار وړاندې شو
د « ژورنالېزم اخلاقو او مسلکي معیارونو » ښوونیز سیمینار د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت اړوند د رسنیزو عملیاتو مرکز د عمومي مدیریت له لوري، د محصلانو د علمي او مسلکي ،هاوي د لوړلو په موخه، د ژورنالېزم پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شو.
په دغه سیمینار کې پوهنیار امانالله پښتون د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې د اخلاقو او مسلکي معیارونو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د خبریالانو اخلاقي، حقوقي او اسلامي مسؤلیتونه یې تر بحث لاندې ونیول.
همدارنګه، د معلوماتو د راټولولو او خپرولو په بهیر کې د ریښتینولۍ، امانتدارۍ، د افرادو د حقونو د خوندیتوب، ټولنیز مسؤولیتپذیرۍ او اسلامي ارزښتونو، ملي او نړیوالو ژورنالېستکي معیارونو پر رعایت ټینګار وشو.
