په هرات پوهنتون کې «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» علمي سيمينار وړاندې شو
د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت، د سيرت او صورت د اصلاح په برخه کې د شرعي احکامو او لارښوونو د بيانولو او عامه پوهاوي په موخه، «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» يو علمي سيمينار د دغه پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤولينو او کارکوونکو ته جوړ کړ.
سيمينار د قرآنکریم په څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د هرات پوهنتون علمي مرستيال مفتي هدايتالله منيب د اميرالمؤمنين حفظهالله تعالی د فرامينو او لارښوونو د اطاعت پر ارزښت، د اسلامي احکامو او ارزښتونو پر مراعتولو او د شرعي لارښوونو په پلي کولو کې د مسلمانانو پر مسؤوليت خبرې وکړې او په علمي او اداري چاپیريالونو کې يې پر اسلامي اصولو او ارزښتونو د ژمنتيا پر اړتيا ټينګار وکړ.
په دوام يې، د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر د اسلام او قانون له نظره د سيرت او صورت د اصلاح پر ارزښت خبرې وکړې او د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د دې موضوع بېلابېل اړخونه تشريح کړل. نوموړي د ظاهري ښکلا او آراستګۍ، د چلند د اصلاح، د شرعي معيارونو د مراعتولو پر اهميت او د سالم او ژمن اسلامي شخصيت په جوړولو کې د هغه پر رول خبرې وکړې.دغه سيمينار د ديني پوهاوي د کچې د لوړولو او پر اسلامي ارزښتونو او لارښوونو د ژمنتيا د روحيې د پياوړتيا په موخه ترسره شو.
