د هرات پوهنتون ریاست د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره د همکارۍ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ.

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۰:۳۱
img

محفل د هرات پوهنتون ریاست د دفتر د مولوي نورالحق أزهر لخوا د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
وروسته د شیخ القرآن او الحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، چې د هرات پوهنتون رئیس دی، د امارتي ادارو ترمنځ د همکارۍ د تفاهم‌لیکونو پر اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې دا تفاهم‌لیک به د علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا او د ګډو اهدافو لپاره د علمي اړیکو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شي.

الحاج آخندزاده ملا عبدالحی "منیر"، چې د زراعت، اوبو لګولو او مالدارۍ د هرات ریاست مشري کوي، د همکارۍ د دې تفاهم‌لیک د لاسلیکولو په اړه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې دا تفاهم‌لیک به د هرات د زراعت او مالدارۍ په وضعیت کې د ښه‌والي سبب شي او د زراعت په برخه کې د ستونزو د حل لپاره به له علمي پوهې او تخنیکي تجربو څخه ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS