په هرات پوهنتون کې «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» علمي سيمينار وړاندې شو

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت، د سيرت او صورت د اصلاح په برخه کې د شرعي احکامو او لارښوونو د بيانولو او عامه پوهاوي په موخه، «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» يو علمي سيمينار د دغه پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د کنفرانسونو په تالار کې د خصوصي پوهنتونونو مسؤولينو او کارکوونکو ته جوړ کړ.
 
سيمينار د قرآن‌کریم په څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو. ورپسې د هرات پوهنتون علمي مرستيال مفتي هدايت‌الله منيب د اميرالمؤمنين حفظه‌الله تعالی د فرامينو او لارښوونو د اطاعت پر ارزښت، د اسلامي احکامو او ارزښتونو پر مراعتولو او د شرعي لارښوونو په پلي کولو کې د مسلمانانو پر مسؤوليت خبرې وکړې او په علمي او اداري چاپیريالونو کې يې پر اسلامي اصولو او ارزښتونو د ژمنتيا پر اړتيا ټينګار وکړ.
 
په دوام يې، د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر د اسلام او قانون له نظره د سيرت او صورت د اصلاح پر ارزښت خبرې وکړې او د نبوي احاديثو په رڼا کې يې د دې موضوع بېلابېل اړخونه تشريح کړل. نوموړي د ظاهري ښکلا او آراستګۍ، د چلند د اصلاح، د شرعي معيارونو د مراعتولو پر اهميت او د سالم او ژمن اسلامي شخصيت په جوړولو کې د هغه پر رول خبرې وکړې.دغه سيمينار د ديني پوهاوي د کچې د لوړولو او پر اسلامي ارزښتونو او لارښوونو د ژمنتيا د روحيې د پياوړتيا په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د « ژورنالېزم اخلاق او مسلکي معیارونه » په هرات پوهنتون کې سیمینار وړاندې شو

د « ژورنالېزم اخلاقو او مسلکي معیارونو » ښوونیز سیمینار د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو د خدمتونو د همغږۍ آمریت اړوند د رسنیزو عملیاتو مرکز د عمومي مدیریت له لوري، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

د هرات پوهنتون د محصلانو په لیلیه کې د ویناوالۍ هنر د انجمن دولسم پړاو ترسره شو

د ویناوالۍ هنر انجمن دولسم پړاو د هرات پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت د دعوت الارشاد فکري فرهنګي فرعي پلاوي له خوا، د محصلانو د ویناوالۍ مهارتونو د پیاوړتیا، د مطالعې فرهنګ د پراختیا، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

په هرات پوهنتون کې «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» علمي سيمينار وړاندې شو

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت، د سيرت او صورت د اصلاح په برخه کې د شرعي احکامو او لارښوونو د بيانولو او عامه پوهاوي په موخه، «د اسلامي شريعت له مخې د سيرت او صورت اصلاح» يو علمي. . .

BACK TO NEWS